وفاقي کابینې د پي ټي آیی په ضد د لوی ګام اخستلو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي کابينې د تحريک انصاف د قيادت خلاف د غدارۍ مقدمې جوړولو لپاره کميټي جوړه کړې ده او د عدم اعتماد تحريک په اړه د سپريم کورټ فيصله يې تاريخي بللې ده.
د وفاقي کابينې غونډه د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې شوې چې پکښې د آئي ايم ايف سره د معاهدې او د سپريم کورټ د عدم اعتماد تحريک په فيصلې پشمول د ملک په سياسي صورتحال غور اوکړے شو۔
کابینې د سترې محکمې پرېکړه تاریخي وبلله او ویې ویل، دې پرېکړې د اساسي قانون د ساتنې ډاډ ورکړی، د رولینګ په قضیه کې د سترې محکمې د مرستیال پرېکړه د ستاینې وړ او یو مهم ګام دی.
وروسته د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب خبري غونډې ته وويل وفاقي كابينې د غدارۍ د مقدمې په اړه د قانون د وزير سناتور اعظم نذير تارڑ په مشرۍ كښې كمېټۍ جوړه كړې ده چې په دې كمېټۍ كښې به د اطلاعاتو وفاقي وزير قمر زمان كائره او د ټولو ایتلافي ګوندونه يو غړې شامل وي۔
د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د کمېدو په اړه مريم اورنګزېب وويل تېر حکومت زمونږ لپاره ځمکني ماينونه ښخ کړي وو، حکومت د پټروليم مصنوعاتو نرخونه په زړه تيګه کیښودلو سره زیاته کړل، خو حکومت دا ژمنه کړې وه چې کله نړيواله کچه د پټروليم مصنوعاتو نرخونه کم شي نو مونږ به خلکو ته ریلیف ورکوو.
مريم اورنګزېب وويل د وفاقي کابينې په غونډه کې د آئي ايم ايف سره د معاهدې په اړه د خزانې وزارت او د خارجه وزير د کردار ستاينه شوې ده، داطلاعاتو وفاقي وزير دا هم وويل چې کابينې دکورنيو چارو دوزارت په سفارش دبهرنيو اوسېدونکو لپاره دبخښنې منظوري هم ورکړې ده.






