په هیڅ یو ښار کښې دې سرک بند نه شي: وزیراعلی سندهه

باغي ټي وي رپورټ
د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه پوليس چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې په هيڅ یو ښار کښې دې هم سړک بند نه شي.

مراد علي شاه وئيلي دي چې په ښار کښې اوازې روانې دي چې سړکونه به بند وي.

هغه لارښوونه وکړه، چې که هر څوک د لارې د بندولو هڅه وکړي، نو ورسره دې جدي چلند وشي او د هغو کسانو پر وړاندې دې قانوني چلند وشي، چې عامه او شخصي شتمنيو ته زيان رسوي.
مراد علي شاه هدايت وکړو چې پوليس او ضلعي انتظاميه دې د ښار عام ژوند يقيني کړي، د انتظاميې لخوا هر قسمه غفلت به برداشت نه شي۔

د سندهه وزيراعلي وئيلي دي چې حکومت په دې مسله له ټولو اړوندو کسانو سره خبرې کړي دي او ګوندونه د دغه قسمه عمل په اړه خپله لاتعلقي څرګندوي.
ياده دې وي چې د جولائي په 12مه نيټه حيدراباد باي پاس سره نزدې هوټل کښې د بل د نه ادا کولو په تور د هوټل کارکونکو او ځوان بلال کاکا ترمينځ شخړه شوې وه چې پکښې بلال مړ او درې کسان ژوبل شوي وو۔

له هغې وروسته د دغه صوبې په يو شمېر ښارونو کې د احتجاج کوونکو له خوا د اور لګېدنې پېښې شوې دي.
دا خبره مهمه ده چې د حیدرآباد بایی پاس پیښې پس په کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې په دوهمه ورځ هم ګډوډې اؤ ورانۍ لړۍ روانه ده.

پوليس وائي چي په سهراب ګوټ کښي د ال آصف چوک سره نزدي احتجاج کوونکو يو ګاړي ته اور ورکړې وو ولي پوليس سمدستي موقع ته رسيدلي او په دي پیښه کښي ککړ پنځلس کسان ئي نيولي دي او پوليس سټيشن ته ئي لیږلي دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

Whatsapp官网下载

Telegram官网

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram中文

电报