سپریم کورټ د عمران خان د درخواست د منظورولو او اوریدنې په اړه مهمه پریکړه کړې ده

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د نيب قانون کښې د ترميم خلاف درخواست سپريم کورټ کښې د اورېدنې لپاره ټاکلې شوې دې۔
عمران خان د قامي احتساب بیورو (نیب) په قانون کې وروستي ترمیم په سپریم کورټ کې چیلنج کړی دی.په بنچ کې به جسټس اعجازالاحسن او جسټس منصور علي شاه هم شامل وي.

د عمران خان د درخواست اورېدنه به د جولائي په 19مه نېټه كېږي۔
دا خبره د یادونې ده چې د جون په میاشت کښې عمران خان اعلان کړې وو چې د ملي احتساب بیورو (نیب) ترمیم به روانه اونۍ په سپریم کورټ کښې چیلنج کړي.

خپل ویډیويي بیان کې عمران خان ویلي وو چې د نېب په قوانینو کې بدلون د ملک سپکاوی دی، کومو کسانو چې ترمیم منظور کړی هغه دې په جېل کې واچول شي، که ملک پرمختګ غواړي نو د انصاف حاکمیت ضروري دی، د انصاف څخه په پرته پرمختګ نه شي کولی. تر څو چې په هیواد کې لوی جنایتکاران د قانون منګولو ته ونه سپارل شي هیواد پرمختګ نشي کولی.

Leave a reply