کراچۍ کښې د او لیول یو زده کوونکې ډاکوانو سره په دنده کښې ککړ موندل شوې

0
72

باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې د او لیول يو زده کوونکی د غلا په پېښه کښې ککړ موندل شوې دې. د پولیسو په وینا د کراچۍ ښار اوسیدونکی د او لیول زده کوونکی په غلا کې لاس لري.

پوليس زياتوي چي د اطلاع په ترلاسه کولو سره پوليس په ډيفنس فيز دوه کښي چاپه ووهله چي پکښي د کورئير کمپني اهلکار څخه غلا کوونکي ملزمان ګرفتار کړل شوي دي .
د خپور شوي راپور مطابق ددې تورن کسانو څخه 85 اتیا زره روپې هم ترلاسه شوي، او له نیول شویو شکمنو کسانو څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د یادونې ده چې په ۱۲ جولایی په سندهه حیدرآباد کښې هم د یو هوټل مالک هغه وخت د یو ګروپ کسانو سره جنګ پیل کړو چې هر وخت به ی ترې ویړیا ډوډې خوړله او چې کله ی ددې ډاکوانو د روپیو غوښتنه وکړه او نو دې غلو ګروپ د هوټل مالک اووهلو او هم دغه شان د هوټل مالک مړ شو چې بیا روسته په کراچۍ کښې د امن فضا خرابه شوه او د پښتنو او سندهه خلق یو بل باندې بریدونه پیل کړي، ډیر مالي زیان ورسیدلو.
انتظامیه او پولیس له په کار دي چې دداسې ډاکوانو په ضد قانوني کارویی وکړي چې د خلقو څخه غلاګانې کوي او د هوټلونو څخه ویړیا او په قلنګ خوراک ترلاسه کوي.

Leave a reply