سوشل میډیا کاروونکې دې خبر وي، سرغړونه چې څوک وکړي نو ددوي په ضد به قانوني کاروایی وشي

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې دا فيصله شوې ده چې په سوشل ميډيا د توهين کوونکو او د نورو خلق د سپکاوې کوونکو په ضد به كارروائي كولې شي۔
د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې وفاقي سېكتر داخله، آئي جي پنجاب، ډي جي ايف آئي اے او قائم مقام چيئرمېن نادرا خالد لطيف او نورو چارواكو ګډون وكړو۔
په دې ناسته کې د هېوادوالو د ځورونې او په ټولنیزو رسنیو کې د غیر اخلاقي ویډیوګانو د اپلوډ په اړه خبرې وشوې. د دې تر څنګ په غونډه کې د هېوادوالو د بلیک میل کولو او د خلقو د سپکاوي په مسلو هم ټینګار وشو.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د هغو کسانو پر وړاندې به جدی قانوني کاروایی وشي، چې په ټولنیزو رسنیو کې غیر اخلاقي مواد خپروي، ښاریان ځوروي او د شخصیت د سپکاوي لامل مواد خپروی چې له وجهې ی د دوی شهرت ته زیان رسوي.
په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د سایبري جرمونو په ځانګړې توګه د ځورونې او د سپکاوي مواد اپلوډ کولو او د خل خپرولو په اړه قوانین جوړ شي.
پرېکړه وشوه چې د PECA په ۲۰۱۶ کال کې د ځورونې او بدنامۍ په برخه کې د اړینو تعدیلاتو راوستلو لپاره یوه کاري ډله جوړه شي، کاري ډله به له ټولو اړخونو سره له مشورې او موافقې وروسته وړاندیزونه کوي.
د داخله چارو وزير رانا ثناءالله د سائبر کرائم کښې د ککړو کسانو په ضد د سختو او فوري کاروائي کولو لارښوونه کړي او وئيلي دي چې د سپکاوي مواد د شخصیب د بدنامولو او سپکلو مواد خپرول منظور نه دي او د خلق سپکاوي کول هم د منلو وړ نه دې او دداسې کسانو په ضد به قانونی کاروایی کیږي.






