لاهور کښې د پاکستان مسلم لیګ ن په دفتر برید شوې

0
241

باغی ټي وي رپورټ
ګڼو کسانو په لاهور کې د مسلم ليګ ن ګوند پر دفتر بريد کړی او ويجاړ کړی دی.

د مسلم ليګ (ن) اميدوار نذير چوهان د پېښې په اړه د خبرو پر مهال وويل، چې له ٨ تر لسو کسانو همدرد چوک ته څېرمه دفتر په نښه کړ، په پېښه کې دوه کار کوونکي هم ټپيان شوي دي.

بل لوري ته د مسلم ليګ نون ايم پي اے خواجه عمران پي ټي ائي په دغه بريد کې په لاس لرلو تورن کړى دى. دا خبره مهمه ده چې په ۱۷ جولایی په لاهور کښې په ۲۰ د صوبایی اسمبلۍ څوکیو ضمني ټاکنې ترسره کیږي چې دې پس به معلومه شی چې د لاهور حکومت پاکستان مسلم لیګ نه یا پي ټي آیی ته په لاس راشي.
دا خبره د یادونې ده چې وزیر دفاع هم د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان سختې نیوکې کړي دي.
د دفاع وزير خواجه اصف په یو بیان کښې ویلي دي چې عمران خان او د هغه ملګري يې د هېواد د ادارو پر ضد چې کومه ژبه کاروي په تیر وخت کښې داسې بده ژبه چا د پاکستان ادارو په ضد نه ده کارولې.

د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کې د دفاع وزير خواجه اصف وويل، چې کله کابينې ته د ارټيکل شپږم مسله راشي نو خپل نظر به په دې موضوع ورکړي.

Leave a reply