شیخ رشید عمران ته مهمه مشوره ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او پخواني داخله وزير شيخ رشيد د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د اسټيبلشمنټ سره د روغې کولو مشوره ورکړې ده۔
پرون د خبري غونډې پر مهال شيخ رشيد له اسټيبلشمينٽ سره د جګړې مخالفت وکړ او عمران خان ته يې د پخلاينې مشوره ورکړه او ويې ويل، چې څه بايد شوي وو، اوس راځو، زه له عمران خان څخه هيله کوم، چې له اسټيبلشمنټ سره پخلا شي.
د عوامي مسلم ليګ مشر وويل د عمران خان په ضد د بې اعتمادۍ تحريک راغلى خو اصل لاس د نواز شريف سره دى، هغه څه چې د نواز شريف په زړه کې دي هغه به پاتې وي، څه چې شهباز، زرداري او فضل الرحمان غواړي هغه به کېږي.
شیخ رشید زیاته کړه چې د جولای په ۱۷ به د پاکستان د سیاسي مستقبل فیصله کوي، مخالفین به مونږ په همغه غشي اووژنو چې مونږ ی په اوویشتلو، که ضمني انتخاباتو کې درغلۍ وشه نو عمران خان به ولس ته د احتجاجونو لپاره غږ وکړي.