د عمران خان په مشرۍ کښې څلور کاله فساد شوې دې: د دفاع وزیر،خواجه آصف

0
74

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف په یو بیان کښې ویلي دي چې عمران خان او د هغه ملګري يې د هېواد د ادارو پر ضد چې کومه ژبه کاروي په تیر وخت کښې داسې بده ژبه چا د پاکستان ادارو په ضد نه ده کارولې.

د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کې د دفاع وزير خواجه اصف وويل، چې کله کابينې ته د ارټيکل شپږم مسله راشي نو خپل نظر به په دې موضوع ورکړي.
خواجه اصف ویلي د عمران خان لاسونه پاک نه دي، څلور کاله یې د کرپشن پالنه وکړه، داسې ژبه چا نه ده کارولې چې عمران خان او د هغه ملګري یې د ملک د ادارو په ضد کاروي.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم پرون په یوه بیان کې وویل چې که کابینه د مقدمې د ثبتولو منظوري ورکړي نو عمران خان نیول کېدای شي.

Leave a reply