د لاهور تخت لپاره مبارزه، په ۱۷ جولایی به څوک بریالي شي؟
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د حکومت راتلونکې به څه وي، د حمزه شهباز حکومت به پاتې کېږي او که نا د حمزه حکومت په پای ته ورسیږي؟ ددې په اړه به په راتلونکي څو ورځو کښې پرېکړه وشي.
نن د پنجاب په شلو حلقو کې د ضمني انتخاباتو لپاره د کمپاين اخري ورځ ده چې پکې کانديدان د ووټرانو د ځان په لور راوستلو لپاره وروستۍ هڅې کوي او دوی سره شمیر ژمنې کیږي.
د پنجاب اسمبلۍ په 20 حلقو ضمني انتخابات به د اتوار په ورځ د جولای په 17مه نیټه کیږي.
بل اړخ ته د ضمني انتخاباتو دوران ماحول سازګار ساتلو لپاره چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا چیف سیکرټري، آئي جی پنجاب او متعلقه ادارو ته د ضمني انتخاباتو دوران امن ماحول یقیني کولو احکامات جاري کړي دي.
د جیو نیوز راپور مطابق چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې شوې غونډه کې وويل شول چې د ټاکنو په مهال وسله راټولوونکې کانديد خلاف به سخت قانوني کاروائي کيږي.
دې نه علاوه د پولنګ دوران شريكو عناصرو په اړه قانون نافذ كوونكو ادارو ته په ليكلي توګه خبرولو هدايات هم جاري كړې شوي۔
بلخوا د پنجاب اسمبلۍ په 20 حلقو کښې د جولائي په 17مه نيټه کيدونکې ضمني انتخاباتو لپاره تياريانې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي۔
سرچینې وايي، د ټاکنو کمېسیون د ۲۰ حوزو لپاره ۴۷ لکه، ۳۰ زره او ۶۰۰ رایې پاڼې چاپ کړي دي او ۱۵۳ زره ۶۵۷ اضافي رایې پاڼې هم چاپ شوي دي.