امریکایي استازې وایي افغانان باید له ناوړه بشري وضعیت وژغورل شي
امریکایي استازې وایي افغانان باید له ناوړه بشري وضعیت وژغورل شي
عمر همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره په مرستو کې دې محدودیت نه راولي او د مرستو رسولو په بهیر کې دې په یوه او بله پلمه خنډونه نه جوړوي.
(2022 / 7 / 15 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکایي استازي وایي افغانان باید له ناوړه بشري وضعیت وژغورل شي.
د امریکا د کانګریس غړې الهان عمر په تازه څرګندونو کې په افغاسنتان کې روان بشري ناورین وحشتناک بللی دی.
نوموړې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې افغانان له وچکالۍ، لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي او ددې جدي اړتیا ده چې وژغورل شي.
نوموړې پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او ددې وګړو لاسنیوی وکړي.
عمر همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره په مرستو کې دې محدودیت نه راولي او د مرستو رسولو په بهیر کې دې په یوه او بله پلمه خنډونه نه جوړوي.