د افغانستان بان د فاریکس لۀ لارې د پیسو پۀ راکړې ورکړې بندیز لګولی دی

د افغانستان بان د فاریکس لۀ لارې د پیسو پۀ راکړې ورکړې بندیز لګولی دی
د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، سره له دې چې دوې اونۍ وړاندې خلکو ته د فاريکس د نه کارولو سپارښتنه شوې وه خو په وينا يې چې په ځينو ولايتونو کې لا هم دا کار روان دی.
(2022 / 7 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان بانک يو ځل بيا ټولو هېوادوالو ته خبر ورکړی چې د فاريکس له لارې د پيسو راکړې ورکړې دې بندې کړي.
د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، سره له دې چې دوې اونۍ وړاندې خلکو ته د فاريکس د نه کارولو سپارښتنه شوې وه خو په وينا يې چې په ځينو ولايتونو کې لا هم دا کار روان دی.
فاريکس د پيسو د تبادلې او لېږد را لېږد انلاين بازار دی چې د افغانستان بانک يې بې اعتباره بولي او هېوادوالو ته يې د نه کارولو سپارښتنه کوي.
د افغانستان بانک په وروستۍ اعلاميه کې ګوتڅنډنه کړې چې که تر دې وروسته څوک په دغه غيرقانوني عمل لاس پورې کړي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.
عام خلک بيا وايي چې پر بانکي خدمتونو شته محدوديتونه د دې سبب شوي چې خلک د خپلو چارو د پر مخ بېولو لپاره د فاريکس په څېر غير اعتباري اپليکېشنونو ته مخه کړي.






