پاکستاني اولس لپاره د وزیراعظم شهباز شریف لوی اعلان

باغي ټي وي رپورټ
قوم ته په مستقيم ډول خطاب کې وزيراعظم شهباز شريف وويل په نړيوال مارکيټ کې دتيلو نرخونه راښکته شوي، نن د نرخونو دکمولو موقع رامينځته شوې، ما له ولس سره وعده کړې وه چې هيڅکله به خلکو ته غلط بيان نۀ کړم، مونږ دتيلو بيې زياتې کړې. زموږ په زړه کې د ډبرې ایښودلو سره.
وزيراعظم وويل د پټرول په بيعه کې ١٨ روپۍ ٥٠ پيسې في ليټر کمې کوو او د ډيزلو په بيعه کې ٤٠ روپۍ ٥٤ پيسې في ليټر کمې کوو.
د یادونې ده چې لږ وخت وړاندې وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي سمري لاس ليک کړه.
سرچيیو رسنیو ته ویلي وو چې فی ليټر پټرولو په بيعه کې د١٨ روپو څخه زيات کميدو امکان دى او دډيزلو په بيعه کښې هم تر ٤٠ روپو پورې کمى کيدى شي.






