بلوچستان کښې ترهګرو د پاکستان فوځ لوړې پوړې افسر شهید کړې دې

0
144

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په زیارت سیمه کې ترهګرو د پاکستان د پوځ لیفټیننټ کرنل لایق بېګ مرزا له تښتولو وروسته په ډزو وژلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، لفټننټ کرنل لیق بېګ مرزا د جولای په ۱۲مه او ۱۳مه د زیارت په شپه د ترهګرو لخوا تښتول شوی وو.
د آئي ايس پي آر ترمخه ترهګرو د کرنل لیق بيګ د تره زوئ عمر جاويد هم اغوا کړے وو.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي ليفټننټ کرنل ليق بيګ په ډي ايچ اے کوئټه کښي خدمات ترسره کول، د ليفټيننټ کرنل ليق بيګ او د هغه د تره ځائي د اغوا په اطلاع باندي د فوځ کوک ري ايکشن فورس د ترهه ګرو تعقيبولو لپاره استولے شوے دی او ترهګر ی معلوم کړي دي چې د منګي ډیم سیمه کښې شتون لري.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د ډزو په تبادله کښي دوه ترهګر هم مړه شوي دي، سرچ اپريشن کښي ايس ايس جي اهلکارو او هيلي کاپټرو برخه اخستي وه، د ترهګرو د قبضي نه په زياته اندازه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه ترهګر د يرغمال عمر سره تښتيدلي دي، دوي د بيګناه شهري د برامد کولو او د ملزمانو نيولو لپاره لوړه حوصله لري.
د خراب موسم باوجود په سيمه کې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري، امنيتي ځواکونه هوډ لري چې د بلوچستان د امن، ثبات او پرمختګ د خرابولو هڅې به شنډې کړي.

Leave a reply