د پنجاب پي ټي ایی ګوند پخوانې وزیرې لاهور هایی کورټ څخه مهمه غوښتنه کړې، اپیل ی هم جمع کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشرې ډاکټرې یاسمین راشد په لاهور هايي کورټ کې د ضمني انتخاباتو لپاره د پولنګ ایجنټانو د نومونې د مخنیوي او د پنجاب حکومت د مداخلې په تور دوه درخواستونه جمع کړي دي.
ډاکټر ياسمين راشد په اولني درخواست کې الېکشن کمېشن ته خواست کړی دی.په درخواست کې وئيل شوي چې اليکشن کمېشن په غيرقانوني توګه د حلقې ووټرانو ته د پولنګ ايجنټ د نومولو هدايات کړي کوم چې د قانون خلاف ورزي ده او د ټاکنو قانون 2017، سیکشن 77 سرغړونه ده.
د هائي کورټ دفتر د درخواست اورېدنې لپاره ټاکلې ده، جسټس شاهد جميل به د جمعې په ورځ د درخواست اورېدنه کوي.
د هائي کورټ دفتر د ياسمين راشد ضمني انتخاباتو کښې د پنجاب حکومت د مداخلې بندولو په دويم درخواست کښې د سپريم کورټ د فيصلې په غير تصديق شوې کاپي باندې اعتراض کړے دے د کومي چې به د جمعې په ورځ جسټس شاهد جميل اوريدنه کوي۔ د جولای ۱۵.
په دې درخواست کښې چيف سيکرټري، آئي جي، ډي جي آئي بي، ډي جي ايف آئي اے او اليکشن کميشن اړخونه جوړ کړي شوي دي۔
ياسمين راشد دريځ خپل کړى چې سپريم کورټ حمزه شهباز ته د جولائي تر 22مې نيټې پورې د محدودې مودې لپاره د وزيراعلي په توګه کار کولو اجازه ورکړې ده.
هغې به درخواست کښې لیکلي چې حکومت د تحريک انصاف کارکنان او پلويان ځوروي، له عدالت څخه غوښتل شوي دي چې د پي ټي آیی کارکووونکي دا ځورول دې بند کړې شي.