کراچۍ کښې د امن خرابولو لپاره دا سازش باید کامیاب نه کړو، وزیراعلی سندهه

0
83

باغي ټي وي رپورټ
په سندهـ کې پر هوټل د ډزو او د ځوانانو د وژل کېدو په غبرګون کې پولیسو او رینجر په سهراب ګوټ کې مظاهره پای ته ورسوله.

د پوليس او رينجرز د کاروائي له وجې د سهراب ګوټ په شاوخوا کښې احتجاج ختم شو او موټروې ايم نائن د ټريفک لپاره بحال کړے شو۔
هیچا ته به اجازه ورنکړو چې قانون په خپل لاس کې واخلي: وزیر اعلی سندھ
د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه د سهراب ګوټ پيښې نوټس اخستى اؤ وئيلي يې دي چا ته به دا اجازه ورنکړي چې قانون پخپل لاس کې واخلي.

د سندهه وزيراعلي وويل دا وخت د مقابلې نه بلکې د يو بل د خيال ساتلو دى، دا يوه سازش ده، دې سازش ته دې د کاميابۍ اجازه ور نه کړل شي.

ياده دې وي چې لاريون کوونکو د ګلزار هجري پر لويه لاره لاريون کړى وو، لاريون کوونکو پر موټرو د ډبرو ګوزارونه کړي وو، د ګډوډۍ او ډبرو ګوزارونو له امله د ګڼو موټرو ښيښې ماتې کړې وې، د اصف چوک پولیسو پوسته باندې هم احتجاج کوونکو برید کړې وو او پوسته ی هم ویجاړه کړې وه.

په سهراب ګوټ الآصف چوک کې د مظاهرې له امله پوليس او رېنجرز راوغوښتل شول، پوليسو د مظاهره چيانو د خورولو لپاره احتجاج کوونکي په ډانګونو اووهل.

Leave a reply