فواد چوهدري په اسټبلشمنټ او سپریم کورټ سختې نیوکې کړي دي

0
237

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري ججانو او اسټيبلشمنټ ته ګواښونه کړي او په ججانو ی پوښتنې را اوچتې کړي دي.

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې فواد چوهدري وئيلي دي پاکستان کښې د سپريم کورټ د فيصلې تاريخ ځلانده نه دے، سپريم کورټ ډيرې قوي فيصلې ورکړي دي خو دې پریکړه کښې ی تضاد دې او دا به وروسته معلومه شي۔
ده وويل چې د سایفر له چيف جسټس سره ده، پلټنه دې وشي، که د سایفر په اړه پلټنې وشي نو خبرې به وشي، ډېر خلک نه غواړي چې د سایفر په اړه پلټنه وشي، هوښياران پوهېږي چې د سایفر په اړه پلټنې ولې کېږي. دا کار روان نه دی، باید یوه سیفري پلټنه وشي چې له مخې یې منتخب لومړی وزیر له واکه لرې کړې شو.

پخواني وزير وويل چې د اسټيبلشمنټ خوله په وینو سره ده، هغه اوویل چې باید دوی پرېکړې وکړي، دا نه شي کیدلې چې قاضيان او جنرالان په تړلو کوټو کښې پریکړې وکړي. د پاکستان د سياست پرېکړې بايد په سياسي ډګر کې وشي.
فواد چوهدري که قاضيان اساسي قانون ماتوي نو سزا به څه وي؟

د پي ټي ائي مشر په حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل چې موجوده حکومت له درغليو ډک دى، مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند خلک احمقان ګڼي، څوک چې نن د پاکستان مشري کوي د خلکو سپکاوى دى.

ده ووئيل بلاول بهټو د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو ناکامه خارجه وزير ثابت شو۔

Leave a reply