د “I2U2” ډلې مشران نن په مجازي ناسته کې ګډون کوي
د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن، د هند لومړی وزير نرېندرا مودي، د اسرائيل لومړی وزير يائير لاپېډ او د عربي متحده امارتو امير محمد بن زايد آل نيهان به نن د “I2U2” لومړی مجازي ناسته کې ګډون وکړي.
د دې ډلې نوم د يادو هېوادونو د نومونو له لومړيو تورو څخه اخېستل شوی دی.
انګېرل کېږي چې د امريکا، هند، اسرائيل او متحده عربي اماراتو مشران به په دې ناسته کې د ګډو اقتصادي پروژو د پياوړتيا لپاره سره خبرې اترې ولري.
د خوړو او انرژۍ نړيوال کړکېچ، د اوکراين جګړه او افغانستان به ښايي د دې ناستې د خبرو اترو سرټکي وي.
د “I2U2” ډله د دغو څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر مياشت کې رامنځته شوه.
دغه ناسته داسې مهال جوړېږي، چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د آسيا لويې وچې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پرون اسرائيل ته ورسېد.