سندهه د امن ځای دې، هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې د سندهه امن خراب کړي: وزیراعلی سندهه،مرادعلي شاه

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه وزيراعلي سيد مراد علي شاه په حيدراباد کې د بلاول کاکا د وژنې او له هغې وروسته د پېښې نوټس اخستې دې.
سندهه د امن او خوشحالۍ صوبه ده، هیڅوک به او په هیڅ حالت کې به یې د خرابیدو اجازه نه ورکول کیږي ، د سندهه وزیر اعلی سید مراد علي شاه په یو بیان کښې ویلي دي چې د سندهه امن او امان خرابولو اجازه به هیچاته هم ور نه کړې شي.
عبدالرشید چنا، د سندهه وزيراعلي وياند د دفتر څخه یو بیان جاري شوې دې چې د سندهه وزیراعلی ویلي دي او په دې خبره ی زور ورکړې دې چې په سندهه کښې له څو لسیزو راهیسې د بېلابېلو ژبو خلک په مینه ژوند کوي،
د حیدر آباد په شمول د سندهه په هیڅ ښار کې به د لساني بنیادونو هیڅ سازش کامیاب نه شي.
د سندهه وزيراعلي د حيدر اباد او کراچۍ پېښو په اړه د پوليسو نه تفصيلي رپورټ غوښتی دی، پولیسو ته داسې لارښوونه شوې چې پولیس باید د پیښې مسلکي تحقیقات وکړي او په دې پیښه کښې تور کسان دې عدالت ته وړاندې کړې شي.
د سیند وزیر اعلی ویلي چې دې پېښې ته باید د لساني جرم په سترګه ونه کتل شي.
د سندهه وزیراعلی ویلي دي چې د مجرمانو هیڅ قوم، ژبه یا ذات نه وي خو جرمونو او ناوړه کارونه ددوی ناوړه کاروی، ویاند په بیان کښې د وزیراعلی له لوري لیکلي چې جرم او ناوړه کارونه د یو قوم یا قبیلي پورې تړل مناسب کار نه دي او دا باید یو قوم پورې و نه تړل شي.
دا خبره د یادونې ده چې په سندهه کښې د یو پښتون تن هوټل ته به بدمعاشان راتلل او دوی څخه به ی په زور ډوډې او خوراک کول او پیسې به ی هم نه ورکول، د هوټل مالک دوی سره جنګ وکړو او بیا دې بدمعاشانو په هوټل حمله هم وکړه.






