د عمران خان له لوري د ټاکنو په کمیشن تورونه ، د ټاکنو کمیشن ی نوټس اخستې

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د تورونو نوټس اخستې دې۔
د چيف اليکشن کميشنر په مشرۍ کښې اليکشن کميشن کښې يوه غونډه شوې چې پکښې د عمران خان له لوري د ادارې په ضد د تازه تورونو جاج اخستلې شوې او اليکشن کميشن د پخواني وزيراعظم د الزامونو نوټس اخستې دې۔
اليکشن کميشن د پيمرا چيئرمېن ته خط ليکلې چې پکې د عمران خان د ويناوو ريکارډ غوښتی شوی دی.
اليکشن کميشن په بهکر او ليه کې د عمران خان د وينا ريکارډ غوښتی دی په داسې حال کې چې په خوشاب کې د جولائي په اتمه د شوي تقرير ريکارډ هم غوښتل شوی دی .
بل خوا د اليکشن کميشن وياند په سوشل ميډيا باندې د پي ټي آئي د مشرې شيرين مزاري لخوا د لګيدلو تورونو په ځواب کښې وئيلي دي چې چيف اليکشن کميشنر ته د حمزه او مريم سره په پټه د ملاقات ضرورت نشته، سياستمداران په خپلو کښې ملاقاتونو ته راځي. د تورونو لګولو لپاره، که چیرې شواهد شتون ولري نو کمیشن ته دې وړاندې شي.
وياند ووئيل چې اليكشن كمېشن به خپل آئيني كردار بغير د اشتعال او فشار نه ادا كوي، د پنجاب ضمني ټاكنو كښې به شفاف ټاكنې باوري كوي، مونږ په دې اړه كوم مشر نه پېژنو، زمونږ كار د شفافو اوصفا انتخاباتو ترسره كول دي۔






