امريکا او اسرائيل د ایران اټومي پروګرام د مخنيوي په موخه هوکړه لاسليکوي

0
95

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د آسيا لويې وچې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې تېره ورځ ناوخته اسرائيل ته رسېدلی.

تمه ده د دې سفر په ترڅ کې د امريکا او اسرائيل مشران هغه هوکړه لاسليک کړي چې له مخې به يې ایران دې ته نه پرېښودل کېږي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

بايډن له يوې اسرائيلي ټلويزوني شبکې سره په خبرو کې وويل، نه غواړي ايران اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

جو بايډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې، تمه ده نږدې څو ورځو کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يو رسمي سفر له تهران څخه ليدنه وکړي.

انګېرل کېږي په دې وروستيو کې د اسرائيل او ځینو عرب هېوادونو ترمنځ ملګرتیا د ایران لپاره سرخوږي جوړ کړی او دا ځکه چې دغه عربي هېوادونه له ایران سره مذهبي، اقتصادي او سیاسي ستونزې لري.

تمه ده د امريکا ولسمشر له اسرائيل څخه وروسته سعودي عربستان ته چې له ايران سره یې اړيکې ښې نه دي، ولاړ شي.

Leave a reply