د ضلع خیبر کمر خیلو قبیلې ځوان په شمالي وزیرستان کښې شهید شوې دې

فایل فوټو: هغه ځوان اسلام دین چې بیګا شهید شوې دې.
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د تحصیل باړه کمرخیل خېلو د خاورې یو بل ځوان د ګران وطن لپاره ځان ورکړو او شهید شو.
اسلام دین افریدي د زلا میر ځوی قوم کمرخېل تپې خدایداد چې د امنیتي ځواک فرنټیر فورس اهلکار وو په شهادت رسیدلې دې ،هغه بیګا په شمالي وزیرستان کښې د پاکستان امنیتي ځواکونو سره د ترهګرو په ضد عملیاتو کښې شهید شو. شهید شوې ځوان نن په لس بجې په سوري زي پایان کښې خاورو ته وسپارل شو.
د یادونې ده چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له مخې، امنیتي ځواکونو بیګا د دته خیلو په سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو پر اساس عملیات وکړل.
د آئي ايس پي آر وينا ده چي په عملياتو کښي شپږ ترهه ګر وژل شوي او د دوي قبضي نه وسله او بارودي مواد برآمد شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه لانس نائيک اسلام الدين د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې شهيد شوے دے، په راپور کښې زیاتوي چې د شهيد شوي اهلکار تعلق د خيبر ضلعې سره وو.






