د فرح ګوګي وکیل نیب ته لیک استولې دې

باغی ټي وي رپورټ
وروسته له هغې چې فرح خان ته د ملي احتساب بیورو (نیب) یو نوټس جاري کړې وو، ددې څخه پس د فرح ګوګي وکیل نیب ته یو لیک استولې دې.

د نیب لخوا فرح خان او د هغې ملګرو ته د نوټس جاري کولو په اړه د فرح خان قانوني سلاکار اظهر صدیق ایڈووکیټ نیب ته یو خط استولی چې پکې د نوټس واپس اخیستلو غوښتنه شوې ده.

په لیک کې له هغه غوښتل شوي چې که چیرې نوټس بیرته وا نه خیستل شي نو په لویو محکمو کښې به چیلنج کړي.

خط کښي وئيلي شوي دي چي نيب ته د پبلک آفس هولډر نه علاوه د نورو نه د انکوائري يا تحقيقاتو کولو اختيار نشته نو ځکه دې نيب اول د خپل اختياراتو فيصله کړي۔
د یادونې ده چې فرح ګوګي د عمران خان د میرمن بشری بی بی نزدې ملګري ده او په دې باندې تور دې چې په پنجاب او شمیر نورو سیمو کښې په ناقانونه توګه زمکې لاس ته راوړي او د افسرانو په بدلولو کښې ی هم ډیر فساد کړي دې

د یادونې ده چې د پاکستان مسلم لیګ ن مرستیالې مریم نواز څو ورځې وړاندې په یو بیان کښې ویلي وو چې عمران خان چې په ٩٠ ورځو کې د کرپشن ختمولو دعوه کړې وه د بشرا بي بي او فرحه ګوګي په شان د کرپشن يو نوے نظام متعارف کړے دے۔چيچہ وطني کښي انتخابي جلسي ته خطاب کښي مريم نواز اوويل چي چيچہ وطني نوازشريف سره مينه لري۔

مریم ویلي وو چې د عمران خان له وجې پاكستان د دیوالیه کیدو په لور روان دے،هغې اوویل چې اوس ښې ورځې راروانې دي، شهباز شريف به د اولس لپاره د لويې مرستې اعلان كوي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文