د ټاکنو کمیشن په ملتان کښې د ټاکنو د ضابطه اخلاق څخه سرغړونه کولو په ضد نوټس جاري کړې

0
86

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د جولائي 17مې ضمني انتخاباتو نه وړاندې د پي ټي آئي د وائس چيئرمين شاه محمود قريشي زوي او د صوبائي اسمبلۍ اميدوار زين قريشي لخوا د ضابطه اخلاق خلاف ورزي نوټس اخستې دې۔

د پي پي 217 ملتان نه د پي ټي آئي اميدوار زين قرېشي د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ تور لګولې شوې دې، په زين قريشي د لس ووټونو په بدل کښې د موټر سائيکل ورکولو تور لګولې شوې دې۔
اليکشن کميشن د زين قريشي لخوا د ضابطه اخلاق خلاف ورزي نوټس اخستې او ضلعي مانيټرنګ افسر حيدر رياض هم په دې اړه د انکوائري نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

اسسټنټ کمشنر صدر او سيکرټري آر ټي اے د انکوائري افسران مقرر کړي دي او ضلعي مانيټرنګ افسر د انکوائري افسرانو ته لارښوونه کړي ده چي زر ترزره رپورټ وړاندي کړي۔

Leave a reply