د کانونو وزارت: تېره اونۍ کې څه باندې ۲۴۷ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي

0
434

د افغانستان ا.ا د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې په تېره اونۍ کې يې ۲۴۷ ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د دغه وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۷ ورځو کې ياد وزارت لخوا ۲۴۷ ميليونه او ۱۹۸ زره افغانۍ عوايد راټول شوي او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.

ياد وزات په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي چې دغه عوايد د هېواد له کومو ولايتونو څخه او په کومه اندازو راټول شوي دي.

دغه وزارت څو ورځې وړاندې په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي ؤ، چې تل د دې په هڅه کې يو چې د عوايدو ټول معلومات له افغان ولس سره شريک کړي.

دوی زياته کړې وه، په کارونو کې مو روڼتيا موجوده ده او همدې لپاره هرڅه د رسنيو له لارې له ولس سره شریکوو.

Leave a reply