جوبايډن د آسيا لويې وچې ته خپل سفر له اسرائيل څخه پيل کړ

0
94

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د يو څو ورځني سفر په موخه د آسیايي هېوادونو په لور خوځېدلی دی. نوموړي د آسيا لويې وچې ته خپل سفر له اسرائيل څخه پيل کړ.

بايډن ته تېره ورځ ناوخته د اسرائيل هېواد پلازمېنه کې د اسرائيل لومړي وزير لخوا ښه راغلاست وويل شو.

راپورونه وايي چې د ایران اټومي موضوع، په نړيوال مارکېټ کې د نفتو لوړ قيمت او ځینې نور مهم موضوعات هغه څه دي چې د امريکا له لوري به د دغه سفر په ترڅ کې تر بحث لاندې ونيول شي.

د راپورونو پر بنسټ، تمه ده چې د امريکا ولسمشر په اسرائيلو کې دوه ورځې تېرې کړي او له هغه ځايه به سعودي عربستان ته ولاړ شي.

بايډن په اسرائيلو کې له يوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال يو ځل بيا په ټينګار سره ويلي، ايران به پرېږنږدي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

د آسيا لويې وچې ته د امريکا د ولسمشر دغه سفر داسې مهال کېږي چې، تمه ده نږدې ورځو کې د روسيې او ترکيې مشران هم له تهران څخه رسمي ليدنه وکړي.

دا چې د دغه سفرونو اصلي موخه به څه وي، دا هغه څه دي چې لا تر اوسه نه دي رسنيز شوي؛ خو د چارو شنونکو په وينا د دغه مشرانو د ليدنو يو مهم بحث به افغانستان وي.

Leave a reply