ملګرو ملتونو ویلي چې روسیه او اوکراین د غله جاتو پر صادرولو هوکړې ته نیږدې شوي دي   

0
92

ملګرو ملتونو ویلي چې روسیه او اوکراین د غله جاتو پر صادرولو هوکړې ته نیږدې شوي دي 

د ده په خبره دواړه لوري که څه هم تر اوسه بشپړې هوکړې ته نه دي رسېدلي خو ددې تمه شته چې ژر دواړه لوري نړۍ ته د خوراکي توکو د صادراتو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

 

(2022 / 7 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه او اوکراین د غلو د صادراتو په اړه هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په ترکیه کې مذاکرات ګټور وو.

د ده په خبره دواړه لوري که څه هم تر اوسه بشپړې هوکړې ته نه دي رسېدلي خو ددې تمه شته چې ژر دواړه لوري نړۍ ته د خوراکي توکو د صادراتو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

ګوتریش وایي ددې جدي اړتیا ده چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت مخنیوی وشي او د روسیې او اوکراین ترمنځ په دې تړاو یو دایمي او بنسټیز توافق رامنځ ته شي.

Leave a reply