د اسټرالیا یوۀ اپوزیسیون پر غرب غږ کړی چې افغانستان کې د کړیو ظلمونو حساب ورکړي ج

0
97

د اسټرالیا یوۀ اپوزیسیون پر غرب غږ کړی چې افغانستان کې د کړیو ظلمونو حساب ورکړي 

تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو پالونکو، استازو او د پارلمانونو غړو په افغانستان کې د غرب ظلمونه غندلي او له یادو هېوادونو یې غوښتي چې افغانستان ته د خپلو جګړو او بشر ضد کړنو غرامت ورکړي.

(2022 / 7 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د استرالیا د اپوزیسیون یوه ویاند پر غرب غږ کړی چې افغانستان کې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي.

اندریو هستي په لندن کې د خبرو پر مهال ویلي، غرب پر اوکراین د روسیې د یرغل مخالفت دی او هلته د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندي خو په خپلو ظلمونو چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې وکړل پټه خوله دي.

نوموړي پر غربي هېوادونو غږ کړی چې خپله چوپتیا ماته کړي او په افغانستان کې هم د خپلو کړو ظلمونو، ناخوالو او وحشتونو حساب کتاب وکړي.

Leave a reply