شیخ هیبت الله چارواکو ته ملت سره د ښۀ چلند توصیه کړې ده
شیخ هیبت الله چارواکو ته ملت سره د ښۀ چلند توصیه کړې ده
په دې لیدنه کې د کابل پر اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي او د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم ته سپارښتنه شوې چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د حکومت د پیاوړتیا لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه یوسي.
(2022 / 7 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د ا.ا لوی مشر چارواکو ته له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا لوی مشر مولوي هبت الله د کابل والي خپل حضور ته منلی او پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د کابل پر اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي او د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم ته سپارښتنه شوې چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او د حکومت د پیاوړتیا لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه یوسي.
مولوي هبت الله ټینګار کړی چې د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن د له منځه وړلو جدي اړتیا ده نو له همدې امله باید له ولس سره چلند ښه شي او ملي یووالی حفظ شي.
په دې لیدنه کې د ملي یووالي پر ساتلو، ملي مسایلو او نورو اړوندو چارو خبرې او بحثونه شوي دي.