بولټن: يو شمېر هېوادونو کې مې د کودتاګانو په تنظيمولو کې مرسته کړې

0
272

د امريکا متحده ايالتونو د ملي امنيت پخوانی سلاکار جان بولټن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي: اعتراف کوم چې په يوشمېر هېوادونو کې مې د کودتاګانو په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.

نوموړي همداراز ويلي، چې ډنالډ ټرمپ په امريکا کې هم کودتا کوله، خو دا کار د هغه له توانه بهر ؤ.

بولټن دغه څرګندونې د سي ان ان نړيوالې شبکې سره د يوې مرکې پرمهال کړي دي.

بولټن د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د امريکا متحده ايالتونو د ملي امنيت شورا سلاکار ؤ.

جان بولټن په کال ۱۹۴۸ د امریکا په مریلنډ  کی زیږدلی دی. د ۱۹۸۵ حخه تر ۱۹۸۹ پورې د ریګن په حکومت کې د لوی څارنوال مرستيال په توګه کار کړی، د ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ پورې د مشر بوش د واکمنۍ پرمهال د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په توګه پاتې شوی.

بولټن ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د جورج بوش په حکومت کې  په بهرنيو چار وزارت کې د اسلحو د کنټرول او نړیوال امنیت برخې مشر پاتی شوی دی.

دغه ۷۴ کلن امريکایی ډيپلومات د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۶ کاله پورې په ملګرو ملتونو کې يې د امريکا استازولي هم کړې ده.

Leave a reply