په تېر نظام کې مشرانو جرګه کې د بدخشان استازی هېواد ته راستون شو

په تېر نظام کې مشرانو جرګه کې د بدخشان استازی هېواد ته راستون شو
خو یو شمېر افغانان بیا د یاد کمیسیون پر کړنو نیوکې کوي او وایي چې د اړیکې کمیسیون یوازې پخوانیو “غلو” چارواکو ته هېواد ته د بېرته راتګ بلنې وروکوي.
(2022 / 7 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، چې د دغه کمیسیون په هڅو د تېر نظام په مشرانو جرګه کې د بدخشان استازی سناتور کامل بېک حسیني او د فارياب د محلي پوليسو عمومي قومندان او د سرحدي کنډک قومندان سيد شاهرخ شاه هېواد ته راستانه شول.
د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې د افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمیسیون پۀ هڅه د افغان شخصیتونو بیرته افغانستان ته د راتګ لړۍ چټکه شوې ده.
خو یو شمېر افغانان بیا د یاد کمیسیون پر کړنو نیوکې کوي او وایي چې د اړیکې کمیسیون یوازې پخوانیو “غلو” چارواکو ته هېواد ته د بېرته راتګ بلنې وروکوي.






