سخت شرایط؛ امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي

0
82

د یاد وزارت په خبره، افغانستان کې له زلزلو او سېلابونو ځپلو سره د روسيې د مرستو لومړنۍ جوپه نن کابل ته را رسېدلې ده چې پکې درمل، کمپلې او خیمې شامل دي. یاد وزارت زیاتوي، ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ کې هم یوه بله جوپه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کابل ته را ورسېږي.

(2022 / 7 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال غلام غوث ناصري ویلي چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو جلا وي او افغانستان سره باید لا ډېرې مرستې وشي.

نوموړي نن په کابل کې زلزله ځپلو سره د روسيې د مرستو سپارلو پرمهال له امریکا وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

Leave a reply