HRW پر بریټانیا غږ کړی چې افغانستان کې د خپلو کړنو حسابي ورکړي

0
296

HRW پر بریټانیا غږ کړی چې افغانستان کې د خپلو کړنو حسابي ورکړي

  دا سازمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د بریتانیا د کومانډو ځواکونو یوې ډلې په یوه میاشت کې په لسګونو بې ګناه افغانان د عملیاتو پر مهال وژلي وو.

 

 

  وروسته تر هغه چې بریتانوي رسنیو راپور ورکړ چې د د دغه هېواد کومانډو ځواکونو به په افغانستان کې د شپنیو عملیاتو پر مهال له یو بل سره په سیالۍ ملکي افغانان وژل، د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو احتمالي جنګي جرمونه خورا بوږنوونکي دي او باید هغه ځواکونه محاکمه شي چې د ملکي افغانانو په وژنه تورن دي.

د دغه سازمان چارواکي زیاتوي چې بریتانیا باید د دې وژنو په اړه محکمې ته حاضره شي او د خپلو کړنو حساب ورکړي.

دا سازمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د بریتانیا د کومانډو ځواکونو یوې ډلې په یوه میاشت کې په لسګونو بې ګناه افغانان د عملیاتو پر مهال وژلي وو.

Leave a reply