کرزي يو ځل بيا له شپږم ټولګيو پورته د افغان نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه وکړه

0
93

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا په افغانستان کې له شپږم ټولګيو پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه وکړه.

نوموړي په خپل يوه تازه ټوېټ کې ويلي، چې: (هیله لرم چې ژر تر ژره زموږ په ګران هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو مکتب بېرته پرانیستل شي تر څو وکولای شو د خپلو بچیانو د روزنې او پالنې له لارې خپلو خلکو ته روښانه او سوکاله راتلونکې ور په برخه کړو).

نوموړي دغه خبره د تعليم د ډګر نوموتې مبارزې پښتنې ملالې يوسفزۍ د ۲۵مې کليزې په مناسبت کړې. ښاغلي کرزي ملالې يوسفزۍ ته د نوموړې د کليزې د مبارکۍ وړاندې کولو ترڅنګ، د تعليم په برخه کې د هغې نه ستړې کېدونکې نړيواله مبارزه ستايلې او د لا برياوو غوښتنه يې ورته کړې ده.

کرزی داسې مهال دغه خبره کوي چې تېره ورځ د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اړوند يوه مکتوب په ټولنيزو رسنيو کې کښته او پورته کېده چې پکې له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د پيلېدو خبر ورکړل شوی ؤ، خو څو ساعته وروسته د ا.ا.ا د پوهنې وزات وياند دغه مکتوب جعلي وبله او ياد خبر يې رد کړ.

Leave a reply