د سرۀ صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي چې افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې مخ پر سختېدو دی

د دغه بنسټ په وینا، نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي، ځکه افغانان سختو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه کمېټه وایي، تر ټولو خواشینونکې خبره دا ده چې د ورځې په سلګونو ماشومان او ښځې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره سړکونو ته راوځي.
(2022 / 7 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې په افغانستان کې ژوند ورځ تر بلې سختېږي. یادې کمیټې پر خپل ټویټر دغه راز لیکلي چې د افغانستان نیمايي وګړي له بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي.
د دغه بنسټ په وینا، نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي، ځکه افغانان سختو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه کمېټه وایي، تر ټولو خواشینونکې خبره دا ده چې د ورځې په سلګونو ماشومان او ښځې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره سړکونو ته راوځي.
سور صلیب نړیوالې کمیټې پر نړیوالو بشرپاله ادارو او دغه راز د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.