د هندوستان ۴۰ بانکونه د ترهګرۍ لپاره د پیسو په لیږلو رالیږلو کښې ککړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پر ضد د هند غلچکي سازشونه دوام لري او بغیر د څه شک هند د پاکستان یو یو ډیر چالاک دښمن دې. همدې ذهنیت او فکر له امله هیڅ ګاونډی هیواد هند له منګولو خوندي نه دی، په سیمه کښې ناامني خپرلو د هند مشن دې او هند په سیمه کې د سولې ښکاره دښمن دی.
د ایس اې زاهد د لیکلي بلاګ مطابق د هر ګاونډي هیواد پر ضد دسیسې، که هغه نیپال، بنګله دېش او یا چین وي، د هند د سازشي فکر څرګندونه او انعکاس دي.
هغه لیکي چې هند هروخت د پاکستان پر ضد په هره کچه دسیسې او هر ډول شر او دسیسې جوړې کړي دي ، هغه لیکي چې هند پاکستان ته د زيان رسولو لپاره هر ډول هڅې او دسيسې کوي.
په دې وروستیو کې هند د FATF په قضیه کې د پاکستان په تور لیست کې د شاملولو هڅې وکړې، خو دا هڅه هم ناکامه شوه. هند هېڅکله په سیمه ییزه او نړیواله کچه د پاکستان پر وړاندې یو فرصت له لاسه نه ورکوي. خو دا هم یو حقیقت دی چې د خدای تعالی په فضل سره هند په هر ځای او هر ډول دسیسو کې ناکام شوی دی.
هند هم د خپلو کورنیو ستونزو څخه د خپلو خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستان پر ضد تبلیغات او دسیسې کوي. په دې کې شک نشته چې هند په اقتصادي او اداري لحاظ سره یو ناکامه ریاست او ملک دې .
د لیکل شوي بلاګ مطابق هند خلک د ګرانۍ او بیکارۍ سره مخ دي. بې وزلي مخ په زیاتیدو ده، خلک د حکومت پر ضد دي. اقتصاد د خرابیدو په حال کې دی. د هند ډیری ایالتونه د جلا کیدو لپاره فشار راوړي. د خالصتان غورځنګ بریالیتوب ته ډیر نږدې دی. په تامل ناډو کې، د هند د حکومت لیک په عملي توګه شتون نلري. شاوخوا 40 هندي بانکونه د ترهګرۍ لپاره د پیسو لیږلو رالیږلو کښې ککړي دي.
په ټوله نړۍ کې د ایټم بم یوه مهمه برخه، د یورینیم په ښکاره پلور او پیرودلو کښې هند مشوره او معلوم دې. ډیری خلک د کور د نشتوالي له امله په سړکونو او کوڅو کې ژوند کولو ته اړ دي، اشومان چې په کومه کوڅه یا سرک پیدا شوي هم هلته ځوانان شی او ژوند ی تیر شي.
ددې پاس لیکنې څخه دا څرګندیږي چې هند په نړیوال کچ په ترهګرۍ خپرولو او د ترهګرو سره مالي مرستو کښې ککړ دي.