په هلمند کې ټرافيکي پېښه؛ يو تن مړ شوی او ۷ ټپيان دي

0
314

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوی او ۷ تنه ټپيان شوي دي.

دغه پېښه نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۲مه) د دې ولایت ګرشک ولسوالۍ د تاج دار بابا زيارت سيمه کې شوې ده.

د هلمند ولايت روغتيايي مسؤلينو په وينا، د يادې پېښې د ټپيانو حالت ښه دی.

تېره ورځ زابل او هرات ولايتونو کې هم ټرافيکي پېښې شوې وې چې مرګ ژوبله يې هم لرله.

په افغانستان کې د موټر چلوونکو لخوا بې غوري، د ټرافيکي اصولو نه مراعتول او د معياري سرکونو نشتون هغه څه دي چې وخت ناوخت يې له امله ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي.

Leave a reply