پوتين او اردغان راتلونکه اونۍ ايران ته سفر کوي

راپورونه وایي چې تمه ده د روسيې او ترکيې ولسمشران ولاديمير پوتين او رجب طيب اردغان راتلونکې اونۍ ايران ته سفر وکړي.
تهران ته د دغه دوه مطرحو هېوادونو د مشرانو سفر داسې مهال کېږي چې تمه ده د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن هم اسرائيل ته په رسمي سفر ولاړ شي.
په وروستيو اونيو کې روسي چارواکو ويلي ؤ چې ولاديمير پوتين تهران ته د رسمي سفر په موخه د مناسب فرصت په لټه کې دی.
په ورته وخت کې تمه ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان هم د روانې میلادي مياشتې په ۱۸مه نېټه تهران ته په رسمي سفر لاړ شي.
دا چې د دغه سفرونو اصلي موخه به څه وي، دا هغه څه دي چې لا تر اوسه نه دي رسنيز شوي؛ خو په د چارو شنونکو په وينا د دغه مشرانو د ليدنو يو مهم بحث به افغانستان وي.






