د سرۀ صلیب نړۍوالې ګمېټې ویلي چې پۀ سختو شرایطو کې افغانستان باید هېر نکړل شي

د سرۀ صلیب نړۍوالې ګمېټې ویلي چې پۀ سختو شرایطو کې افغانستان باید هېر نکړل شي
د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي افغانستان باید هېر نه کړل شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې افغانستان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد باید هېر نه کړل شي.
(2022 / 7 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي افغانستان باید هېر نه کړل شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې افغانستان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد باید هېر نه کړل شي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د افغانستان نیمایي نفوس له خورا ناوړه بشري وضعیت سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو ځل بیا دا غوښتنه کړې چې په دې سختو شرایطو کې باید افغاستان هېر نه کړل شي او لاسنیوی یې اړین بللی دی.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو هم ویلي وو، چې افغانستان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او نیمایي نفوس یې له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دی.






