امریکايي پوځيانو په سوريه کې د داعش ډلې يو مشر وژلی
د امريکا د پوځ لخوا به خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د هوايي ځواکونو له لوري د داعش ډلې يو مشر په سوريه کې په نښه شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي، وژل شوی کس ماهرعقل نومېده چې د داعش ډلې يو له مخکښو مشرانو څخه شمېرل کېده او په آسيايي هېوادونو کې د دې ډلې د پراخېدو لپاره يې د پام وړ کارونه کړي ؤ.
د امريکا مرکزي قومانداني وايي، دغه عمليات د سوريه په شمال لويديځه څنډه کې شوي او ملکي وګړو ته پکې زيان نه دی اوښتی.
راپورونو د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي چې د ګواښونو سره د مقابلې لپاره به داسې ورته عمليات دوام لري.