انټرنېټي هکرانو په ايران کې په يوې فابريکې کې اور بل کړی

د ايراني سرچينو د مالوماتو پر بنسټ د انټرنېټ د هکرانو يوې ډلې چې ځانونه (داړونکې مرغۍ) بولي، د ايران د پولادو په يوې فابريکې اور بل کړی دی.
دوی د خپل د دې کار يوه ويډيو هم رسنيزه کړې ده.

لا تر دې دمه ايراني چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دې برخې کارپوهانو په وينا، که دغه بريد رښتيا وي، دا به ترټولو هغه خطرناکه انټرنېټي بريد وي چې د مالي زيانونو سبب ګرځي.

د کارپوهانو له نظره، د دې برید له څرنګوالي ښکاري چې دا د کوم عادي هکر يا هکرانو کار نه دی.

ډېری وخت، کله چې یو دولت غواړي د انټرنېټ له لارې د بل هېواد یا شرکت پر ضد عمل ترسره کړي، نو نښانې د یوه عادي غله یا هکر له کړنو بیخي جلا وي.

بي سي د يو راپور له مخې، ۷۵ سلنه هکرانو د مالي غلا لپاره د خلکو کمپیوټرونو او برېښنالیکونو ته ننوځي. یوازې ۱۵ سلنه هکران داسې دي چې د یو هېواد یا دولت په غوښتنه د یو بل هېواد یا شرکت پر ضد کار کوي.

دغه راپور زياتوي، کارپوهان وایي په بشپړه توګه د هکنګ مخنیوی ناشونی دی. خو شرکتونه باید ورته چمتو وي او کله چې پرې برید کېږي، باید داسې پوهه او وسایل ولري چې ژر تر ژره غبرګون وښیي او له ډېر زیانه ځان وژغوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载