پوتين: د اوکراين ټولو وګړو ته د روسيې تابعيت ورکوو
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به خپل يو تازه فرمان کې ويلي، چې د اوکراين ټولو وګړو ته د روسيې تابعيت ورکوي.
نوموړی دغه فرمان داسې مهال لاسليکوي چې د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه ورځ تر بلې تودېږدي.
د راپورونو له مخې د دغه فرمان له اعلانېدو څخه مخکې د اوکراين لوهانسک، دونيڅک، خرسون او زاپوريژيا سيمو خلکو ته د روسيې تابعيت ورکول کېده.
په اوکراين کې د روسيې د جګړې په دوام تازه په تازه د دغه هېواد چارواکو ويلي چې روسي ځواکونو د اوکراين په چېسيويار سيمه کې د استوګنې پر يوې پنځه پوړيزې ودانۍ بريد کړی چې له امله يې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.