ازبکستان کې د شلو اقتصادي هېوادونو غونډه؛ افغانستان هم ورته بلل شوی
ازبکستان کې د شلو اقتصادي هېوادونو غونډه؛ افغانستان هم ورته بلل شوی
راپورونه وایي چې په ازبکستان کې دغې جوړېدونکې سیاسي او اقتصادي ناستې ته افغانستان هم بلل شوی دی او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پکې برخه واخلي.
(2022 / 7 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبکستان په پلازمېنه کې د روانې جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶مه نېټه د شلو هېوادونو ناسته جوړېږي.
راپورونه وایي چې په ازبکستان کې دغې جوړېدونکې سیاسي او اقتصادي ناستې ته افغانستان هم بلل شوی دی او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پکې برخه واخلي.
بهرنیو چارو وزارت تازه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ورته ناستو کې د افغانستان ګډون مهم بللی دی او ویلي یې دي چې د افغانستان ا.ا یو پلاوی به د ازبکستان په کوربتوب جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.