ارزګان کې د وروستیو سېلابونو لۀ امله د مړیو شمېر لوړ شوی دی

ارزګان کې د وروستیو سېلابونو لۀ امله د مړیو شمېر لوړ شوی دی
د یادونې ده چې د سیمه ییزو چارواکود څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې په خاص ارزګان، ګيزاب او چورې ولسواليو کې راوتلیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
(2022 / 7 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د اورښتونو له امله راوتلیو سیلابونو لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه کړي، لسګونه کسان ټپیان دي او په سلګونو کورونه یې نړولي دي.
راپورونه وایي چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې لخوا ځپل شویو سیمو ته مرستندویه ډلې رسېدلې دي او تر اوسه پورې یې لسګونه سیلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې وېشلې دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې وروستیو سیلابونو په هکتارونو کرنیزې ځمکې هم وړې دي.
د یادونې ده چې د سیمه ییزو چارواکود څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې په خاص ارزګان، ګيزاب او چورې ولسواليو کې راوتلیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.






