هرات کې ټرافيکې پېښې له امله دوه تنه مړه شوي

د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د يوې ټرافيکې پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

له هرات څخه د ورکړل شويو راپورونو له مخې دغه پېښه نن سه شنبه (د چنګاښ ۲۱مه) د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ په شوز سيمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورنو پر بنسټ، په دغه ټرافيکي پېښه کې د دوو قربانيانو جسدونه چې يو بوډا او بل يې ځوان دی، لا تر اوسه هم د پېښې په ځای کې دي او لېږدول شوي نه دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې تر دې دمه جسدونو د لېږد لپاره کومه هڅه نه ده شوې.

په افغانستان کې د موټر چلوونکو لخوا بې غوري، د ټرافيکي اصولو نه مراعتول او د معياري سرکونو نشتون هغه څه دي چې وخت ناوخت يې له امله ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي.