خالد ځدارن: د اختر په ورځو کې کابل کې هېڅ کومه امنيتي پېښه نه ده شوې

0
295

د کابل ښار امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدران په خپلو تازه څرګندوونو کې وايي چې د سږني کال لوی اختر په ورځو کې په کابل ښار کې هېڅ ډول امنيتي پېښه نه ده شوې.

نوموړي زياته کړې چې، دا د څو لسيزو وروسته لومړی اختر دی چې په ډاډمن امنيتي چاپېريال کې لمانځل کېږي.

د یادونې وړ ده چې پلازمینه کابل کې به هر کال په دغو ورځو کې د امنیتي پېښو د رامنځته کېدو وېره ډېره وه، خو د سږني اختر په ورځو کې هېڅ کومه امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې.

په ورته وخت کې يو شمېر هېوادوال د اختر په شپو او ورځو کې د امنيت شتون له امله خوښي څرګندوي خو په هېواد کې د اقتصادي کړکېچ له امله د رامنځته شويو ستونزو له کبله نيوکې کوي.

دوی د ا.ا.ا له چارواکو غوښتنه کوي چې دې برخې ته خپله پاملرنه ډېره کړي او د هېواد خصوصي سکتور سره په همکارۍ دې دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

Leave a reply