سږ اختر پۀ زرګونو سیلانیانو لۀ ځاځي آریوب څخه لیدنه کړې ده

0
222

د پکتیا له ځاځي اریوب ولسوالۍ څخه په داسې حال کې خلک لیدنه کوي چې سږکال د تېرو کلونو په پرتله دواړه اخترونه د امن په فضا کې تېر شوي دي او د کورنیو چارو وزارت په خبره، د اختر په دریو ورځو کې د هېواد د پلازمینې په ګډون په ټولو ولایتونو کې هیڅ امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې.

(2022 / 7 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سږکال لوی اختر کې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو څخه په زرګونو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

ځایي چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې له دغې ولسوالۍ څخه شل زره کسانو لیدنه کړې ده چې د تېرو کلونو په پرتله یې شمېر څو چنده زیات دی.

Leave a reply