پاکستان کې چینايي شرکتونو ویلي چې د ډبرو سکارۀ پۀ لوړه بیه نشي اخستلی   

0
97

پاکستان کې چینايي شرکتونو ویلي چې د ډبرو سکارۀ پۀ لوړه بیه نشي اخستلی 

وروسته تر هغه چې د افغانستان مالیې وزارت په جولای میاشت کې د یو ټن ډبرو سکارو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه اوس پاکستان کې چینایي شرکتونه خبرداری ورکوي چې که د افغانستان د ډبرو سکارو بیه ټیټه نشي نو واردات به یې ودروي.

 

(2022 / 7 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان کې چینایي شرکتونو ویلي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکارو واردات د لوړې بیې له امله دروي.

پاکستان کې چینایي شرکتونه وایي چې د افغانستان د ډبرو سکارو بیې ډېرې لوړې دي او دوی نه شي کولی چې له دې وروسته په همدې قیمت د ډبرو سکاره وپېري.

وروسته تر هغه چې د افغانستان مالیې وزارت په جولای میاشت کې د یو ټن ډبرو سکارو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه اوس پاکستان کې چینایي شرکتونه خبرداری ورکوي چې که د افغانستان د ډبرو سکارو بیه ټیټه نشي نو واردات به یې ودروي.

د راپورونو له مخې چینایي شرکتونو، افغاني شرکتونو ته یوه اونۍ وخت ورکړی څو د افغانستان د ډبرو سکارو بیې ټیټې کړي. د یادونې ده چې په نړیوالو بازارونو کې د یو ټن سکارو بیه شاخوا ۴۰۰ ډالر ده خو د افغانستان سکاره په پاکستان په ۲۰۰ ډالرو پلورل کیږي.

Leave a reply