جمرود کښې یو تن خپل د تره ځوی قتل کړې

د هغه ځوان وهاب دې چې نن په جمرود کښې قتل شوې دې: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې نن یوه ډیره غمجنه پیښه شوې ده او یو تن خپل سکه د تره ځوي په چاقو وهلې او مړ کړې ی دې.
د جمرود یو خبریال مطابق ۲۰ کلن زکریا چې د بسم الله خان ځوې دې، خپل د تره زوی وهاب قاد خیل(۲۳ کلن) چې د خان بهادر ځوې دې، د جمرود په غنډي قدی خیل سیمه کې په چاړه وهلې او وژلی یې دی، د قتل شوي ځوان د جنازې مونځ نن شپه لس بجې د جمرود په ګودر سیمه کې ادا کړې شو.
د ځایی سرچینو مطابق کوم تن چې دا ځوان قتل کړې د خپل خاندان او د حجرې امام دې او د ځایی خلقو مطابق دا تن هیڅ کومه داسې ذهني مرض هم نه لرلو چې د بل تن د قتل کولو ګمان پرې راشي خو ځایی سرچینې تایدوي چې دې قاتل به ویل چې دې په دې سیمه کښې اسلامي شریعت غواړي .
د ضلع خیبر پولیسو دفتر څخه یو بیان جاري شوې دې، وایی چې قاتل ی نیول دې او د جمرود پولیس سټیشن ته ی لیږلې دې او پلټنې ترې پیل شوي دي، د پولیس د وینا مطابق دې تن د قتل اعتراف کړې دې.
ددې خاندان یو مشر ملک سیدغاجان کوکي خیل رسنیو ته ویلي دي چې دا تن زمونږ د خاندان او د حجرې امام هم وو ، دې مشر دا خبره هم تایید کړې ده چې دې تن د خپل تره ځوی یو لاس پرې کړې دې.






