خیر پور د آفت ځپلې سیمې اعلانولو پریکړه شوې ده

0
197

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه حکومت د خيرپور ضلعې د آفت ځپلې سيمه اعلانولو فيصله کړې ده.

په خيرپور کې د بارانونو له امله د اوښتو زيانونو له امله دغه ضلع د ناورين لرونکې سيمه اعلان شوې ده. په دې لړ کې د سندهه وزيراعلي د زراعت سلاکار منظور وسان ويلي دي چې ډپټي کمشنر ته يې د خيرپور د آفت ځپلې سيمه اعلانولو نوټيفيکيشن جاري کولو غوښتنه کړې ده.

ده وويل چې په خيرپور کې د اورښتونو له امله تر ٥٠ سلنه پورې د خرما باغونه زيانمن شوي دي.

منظور وسان وويل د سندهـ حکومت به د کجورو باغونو ته د اوښتي زيان معاوضه هم ورکوي.
دا خبره د یادونې ده چې نن وزیراعظم شهباز شریف هم د سندهه وزیراعلی ته ټیلیفون کړې وو او ورسره ی د بارانونو اوسیلابونو له مله د شوي زیان په اړه ټینګار کړې وو.
دا خبره هم مهمه ده چې څه وخت وړاندې وزيراعظم شهباز شريف په کراچۍ کې د بارانونو له امله د اوښتو زيانونو د معاوضې اعلان کړی دی.

وزيراعظم او د متحده قومي موومنټ (ايم کيو ايم) پاکستان کنوينر خالد مقبول صديقي ټيليفوني خبرې کړي دي۔

Leave a reply