ډیره اسماعیل خان سیلابي اوبه په آبادې راغلې
باغي ټي وي رپورټ
په ډیره اسماعیل خان کښې د بارانونو له مله د غرونو اوبو لاندې آبادې او کورونه بد متاثر کړي دي.
د غرونو اوبو د چاه جج، کچهی کاټهګهړ، سیدو والی او نورو سیمو کښې سیلابي او د یو بل سیمې رابطه پلونه غورځولي دي.
په داسې حال کښې چې په ډیره اسماعیل خان کښې سیلابي اوبه ابادې ته رارسیدلي د ریسکیو 1122 ډی واټرینګ ، ریکوری او ریسکیو عملیات د نوي ګمارل شوي ایمرجنسي افسر محمد نعمان او د سټیشن هاوس انچارج انس اقبال تر نظارت لاندې روان دي.
د یادونې ده چې په بلوچستان کښې د بارانونو او سیلابونو له مله ډیر ځانی او مالي زیان رسیدلې دې، پي ډي ايم اے بلوچستان کښې د مون سون بارانونو د نقصان رپورټ جاري کړے دے۔
د پي ډي ایم اې د راپور له مخې، په بلوچستان کې د بارانونو په ترڅ کې په بېلابېلو پېښو کې ۶۲ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې ۱۷ نارینه، ۲۳ ښځې او ۲۲ ماشومان شامل دي، په سندهه کښې د بارانونو له مله ۲۶ کسان وژل شوي دي.